پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي : پچيراګام کې ځينې سيمې له داعش څخه بېرته نيول شوې دي
نیټه: Sat, 17 Jun 2017 12:39:30 +0000

 
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې یې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر سیمې له داعش وسله والو پاکې کړې دي.
په دغه ولسوالۍ کې د ولسمشر په حکم د پنجشنبې ورځ  د داعش ځپلو په هدف عملیات ترهغه وروسته پیل شول، چې داعش وسله والو ځانونه تورې بوړې سیمې ته ورسول.
امنیتي ځواکونه وايي، عملیات به یې تر هغه دوام وکړي، څو سیمه له داعش ډلې په بشپړ ډ‌ول پاکه کړي او د خلکو بېرته مېشته کېدو ته یې چمتو کړي.
د ملي اردو عملیات کوونکي سرتېري د سليمان خېلو تنګي ته رسېدلي او وايي چې یوشمېر سیمې یې له داعش ډلې پاکې کړې دي.
د ملي اردو د جګړې یو قوماندان د نوم نه خپراوي په شرط وويلي موږ تصمیم لرو چې د خلکو په همکارۍ توره بوړه هم پاکه کړو چې اوس په کې داعش وسله وال موجود دي.
امنیتي چارواکي د داعش ډلې د ځپلو ډاډ ورکوي او وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې به د ټولو سیمو تصفیه او تالاشي هم وکړي.
ځايي خلکو هم د خپل سر او مال ساتلو لپاره د داعش پرضد وسلې پورته کړې دي او ډلې ډلې یې په سنګرونو کې ناست دي.
د پچیراګام ولسوال قاري هجرت له لوړ پوړو حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې له داعش وسله والو پاکو شویو سیمو ساتلو ته دې ولسي پاڅون کوونکي اکمال کړي.
بلخوا د پچیراګام ولسوالۍ له بیلا بیلو سیمو سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې د امکاناتو نشتوالي له امله د ژوند له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د داعش وسله والو له وېرې بې ځایه شوي خلک وايي، شته ټول وسایل یې پریښي او د سر ساتنې لپاره یې د تېښتې لاره خپله کړې ده.
 له تېرې اوونۍ راهیسې د ننګرهار د چپرهار، پچیراګام او خوګیاڼو ولسوالیو مربوطاتو کې داعش وسله والو بریدونه وکړل، چې د جګړې له اړخه یې ځانونه مهمې سیمې تورې بوړې ته هم ورسول او له امله یې د یادو ولسوالیو سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د ننګرهار ولایت مقام ویلي چې بې ځایه شویو کورنیو سره یې د مرستو لپاره د سروې بهیر پیل کړی او ډېر ژر به ورته مرستې ورسیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته