پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې پاکستاني دیپلوماتان نادرکه شوي
نیټه: Sun, 18 Jun 2017 10:43:10 +0000

 
جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ دیپلوماتان بې درکه شوي
افغان او پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د پاکستان کونسلګرۍ دوه ډېپلوماتان تورخم ته پر لار بې درکه شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه موضوع یې افغان چارواکو سره شریکه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "پاکستان د افغان حکومت نه غوښتي چې زموږ د چارواکو پیدا کولو کې بشپړه همکاري وکړي او ورانکاري قانون ته وسپاري".
دا چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی، تر اوسه کابل او اسلام اباد په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسلام اباد وايي افغانستان د دې پېښې څېړلو لپاره ۳ بېلابېلې ډلې جوړې کړي دي.
دیادونژ وړده چي په  ۲۰۰۸ کال سپتمبر میاشت کې پاکستان ته د افغانستان نومول شوی سفیر عبدالخالق فراهي د خیبر پښتونخوا حیات اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله والو تښتولی و.
د  فراهي موټرچلوونکی د تښتولو پرمهال وژل شوی و.
فراهي ټیک یو نیم کال د تښتوونکو منګولو کې پاتې و چې بیا وروسته خوشی شو، خو د خوشي کېدو څرنګوالی یې په ډاګه نه شو.
بلخوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د هغو پاکستاني ډيپلوماتانو د موندنې هڅې یې پيل کړي چې د تېرې جمعې په ورځ سهار د جلال اباد او تورخم په لاره نادرکه شوي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دوی د دغو کارکوونکو په تړاو نور معلومات نه‎لري، خو ولایتي ادارې د دوی د مندلو لپاره هڅې جدي کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته