پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ګردېز کې موټر بم چاودنې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
نیټه: Sun, 18 Jun 2017 10:51:49 +0000


 
 د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته د موټر بم چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي، نهه پوليس او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي.
د پکتيا د والي وياند سردارولي تبسم وويل چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته نن سهار شاوخوا اووه بجې د موټربم چاودنه وشوه.
تبسم وايي چې تر چاودنې وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې ده.
دغه راز د ٣٠٣ سپين زر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وويل چې په دې بريد کې تر اوسه پنځه پوليس وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په ياد شوي مرکز کې امنيه قوماندانۍ، د پوليسو د ځانګړو ځواکونو قطعه، د عامه نظم قوماندانۍ او د ٣٠٣ سپين زر زون د قوماندانۍ مرکزونه دي.
په سيمه کې د پېښې يو تن عيني شاهد وويل چې چاودېدونکي توکي په مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو چې درنه چاودنه يې وکړه.
دغه راز د پکتيا د ملکي روغتون يوې سرچينې ويلي چې له يادې چاودنې څخه تر اوسه دوى ته ٢٠ ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.
وسله وال طالبانو د دې بريد مسووليت اخيستى دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته