پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په نیمروز کې د چخانسور ولسوال نامعلومو وسله والو وژلی
نیټه: Mon, 19 Jun 2017 10:11:48 +0000


 
 د نيمروز امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار ددغه ولايت د چخانسور ولسوال د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر  ډزو ووژل شو.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال احمدخان  وويل چې د چخانسور ولسوال اقامحمد فضلي د زرنج ښار په سيد داوود سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه:" فضلي هغه وخت د ناپېژاندو موټر سايکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شو، چې له زرنج ښار څخه پر موټر سايکل خپلې دندې ته روان و."
ده وویل چې ښايي د چخانسور ولسوال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى وي.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مرستيال دغه راز زياته کړه چې د هغوى پلټونکې ډله د پېښې ځاى ته تللې او کار  يې پيل کړى دى.
وسله والو طالبانو د ولسوال د وژلو مسووليت منلى .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د چخانسور ولسوال دوى وژلى دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته