پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې پنځه شکمن کسان وژلي
نیټه: Mon, 19 Jun 2017 10:18:18 +0000

 
  افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې دشپنيو عملياتو پر مهال پنځه شکمن کسان وژلي، خو ځايي اوسېدونکي وژل شوي کسان ملکي وګړي بولي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د عملياتو موخه وسله وال طالبان وو؛ خو د سيمې خلک وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي او د چرګانو د فارم مزدوران وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، د ۰۲ په نوم د هوايي ډګر ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د غني خېلو ولسوالۍ په سياه چوب سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، د عملياتو موخه وسله وال طالبان و او د عملياتو پرمهال له کور څخه له عمليات کوونکو ځواکونو سره نښته هم شوې ده.
دی وايي، د عملياتو پرمهال پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره بيولي دي.
د هغه په وينا، د وژل شويو او بيول شويو کسانو د هويت په اړه څېړنې پيل شوي، چې ملکي کسان و او که وسله وال طالبان.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي؛ خو د بيول شويو کسانو په اړه لا هم کره معلومات نشته.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپراوي په شرط وويل، وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او د چرګانو د يو فارم مزدوران وو.
وسله والو طالبانو هم په ياده پېښه کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبره رد کړې ده.
تر دې پېښې يوه اوونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يو بريد کې هم درې ملکي وګړي وژل شوي وو، چې يو يې پلار او دوه يې کوچني زامن وو.
دغه پېښه په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په موټريز کاروان د سړک غاړې ماين له چاودنې وروسته رامنځته شوې وه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته