پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغان جګړې پر وړاندې د امریکا نوې ګونګه پالېسي
نیټه: Mon, 19 Jun 2017 10:51:14 +0000

سره له  دې ، چې د افغان جګړې  داوږد والي او پېچلتیا په اړه راز راز څرګندونې کېږي ؛ خو تر اوسه ددې جګړې ترشا د ډېرو پټو رازونو څخه په  ټولیز ډول او  ځانګړې  ډول  د سیاستوالو ترکچې اشخاص خبر ندي.
خو یوه خبره چې روښانه ده هغه داده،چې د افغانستان  جګړې ته د (ګریډ ګیم) نوم اخیستل کېږي او پدې لا هم موږ نه پوهېږو ، چې ددغه  سترې  لوبې ګټونکي به څوک وي.
په افغانستان کې  د جګړې  د مهارولو پر وړاندې  د نړیوالې ټولنې د ناکامې پالیسۍ او د جګړې د بنسټیزو عناصر په له منځه وړلو کې زړه نازړه  توب ، دادی  روانه جګړه د پېچلتیا ترڅنګ  نویو پړاوونو ته داخله کړه.
افغان حکومت دامهال پخپل منځ کې پاشلی او هغه کاږه دېوال ته ورته دی ،چې هره شېبه یې دغورځېدو امکان وي ، ترڅنګ یې وسله وال مخالفین ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او هم نوې نیابتي ډلې د جګړې ډګر ته داخلېږي  ، ددې ټولو ستونزو ترشا د نړیوالې ټولنې او امریکا ستر اهداف لیدل کېږي او څرګنده لا نده ،چې ددې لوبې په پایله کې به د افغانستان سیاسي  جغرافیه پرځای پاتې شي او که نه؟
دا مهال  چې امریکا د نړیوال سیاست واګي په لاس کې لري او  د درېیمې نړۍ  هېوا دونه یې تر ټولو زیات  له سخت فشار لاندې  دي، د هر یوه هېواد هر اړ خیزو شرایطو ته په کتو سره  ورته پالیسۍ جوړوي او خپلو اهدافو ته ځان  رسوي .
افغانستان چې د امریکا د ناقصو پالېسیو قرباني شوی اوس  د افغانانو ترڅنګ  ټوله نړۍ دې ته ځیر  ده، چې دافغانستان پر وړاندې به  د امریکا نوې پالېسي څه وي؟
د ټرمپ ادارې ښویېدنو او تجربو نشتوالي ته په کتو سره داسې ښکاري، چې  د افغانستان په اړه لا هم  دوی  دوه زړي دي ، ولسشمر ټرمپ اعلان کړی و، چې ډېر ژربه  دافغان جګړې په اړه یوه بشپړه بریالۍ پالېسي  تیاره شي؛  خو څه موده وروسته   سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې پوځي مشرانو ته واک سپارل شوی،چې  ژر ژر ترژره نوې پالیسي تیاره کړي.
په څرګنده د پالېسۍ جوړولو واک  دفاع وزیر  متیس ته سپارل شوی، متیس  د عراق جګړې پرمهال  د سرتمبګۍ له امله په لیوني سپی مهشور  و.
فکر کېده  چې متیس  به یوه غوره پالېسي تیاره کړي ،خو  ښکاري چې  نوموړی  د نوې  پالېسۍ  جوړولو په برخه کې چندان  موثر ندی.  څېړونکي په دې اند دي ، چې تر څو په نوې پالېسۍ کې  د افغان جګړې د باندېنيو عناصرو   له منځه وړلو لپاره ځای ورنکړل شي  نشي ؛ نو د افغان جګړې ګټنه به هسې یو خیال وي.
ښکاره ده  چې د افغان جګړې  د دوام او پرمخ  وړلو یو لوی مخالف مرستندوی  پاکستان دی او امریکا  ددغه هېواد په اړه هغه ګامونه نه اخلي کوم،  کوم چې د افغان جګړې  د مهارولو لپاره موثر دي.
 داچې د افغان جګړې پر وړاندې  د متیس په  نوې پالېسۍ کې به  د بریالیتوب او اغېز کوم  مهم ټکي وي تر اوسه لاهم پدې اړه  وړاندویېنې  د منلو ندي؛  خو هغه څه چې  د امریکا د دفاع وزارت  دجګپوړیو  مسوولینو او کانګریس دغړیو له خبرو  څرګندېږي، هغه دادي ،چې ددوی ویناوې  ډېر متفاوتې دي   او روښانه نده ،چې د امریکا په تاریخ کې له دغه اوږدې جګړې څخه امریکا بریالۍ وتلی شي اوکه نه؛  خو اوس پدې حقیت ټول پوهېږي، چې په افغانستان د امریکا پخوانۍ پالېسي د افغانستان هر اړخیزو شرایطو ته په پام سره له سختې ننګونې او ناکامۍ سره مخ ده .  د لوړو پوړیو مقاماتو د  توپیري څرګندونو له مخې داسې ښکاري، چې  د افغان جګړې په اړه لاهم     د متیس په لاس  نوې جوړېدونکې پالېسي ګونګه او مبهمه ده او هغه څه ، چې د افغان جګړې دمهارولو لپاره پکار دي،  ممکن په نوې پالېسۍ کې به بیاهم  ځای ونلري او له امله به یې روانه جګړه له واکه او کابو کولو ووځي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته