پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یو سناتور یا وکیل هوډ لري چې انتحاري پالمان ته دننه کړي
نیټه: Mon, 19 Jun 2017 11:27:43 +0000

 


د ولسي جرګې غړیو وویل چې د دغې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاري د پارلمان ودانۍ ته دننه کړي.
وروسته له هغې چې د روژې په میاشت کې کابل د خونړیو انتحاري حملو شاهد و، د افغانستان ولسي جرګه وايي چې دا ځل ملي شورا ته لوړ ګواښونه متوجې دي.
د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې، که څه هم په دې اړه زیات معلومات ور نه‎‎کړل، خو ټینګار یې وکړ چې دغه موضوع یې له امنیتي مسؤلینو سره شریکه کړې ده.
"ابراهیمي وویل:لوړامنیتي ګواښونه موجود دي، هغه څه چې ځینو وکیلانو ورته اشاره وکړه، زه نه‎شم کولای د مطبوعاتو مخ کې یې ووایم، هغه اندېښنې چې تاسې یې لرئ، موږ ته هم رسېدلې، موږ له امنیتي ارګانونو سره شریکې کړي، هغوی په مسؤلیت سره دغه قضیې څاري."
شااوخوا دوه کاله وړاندې د ملي شورا په پخوانۍ ودانۍ باندې ۷ انتحاریانو ډله‎ییزه حمله وکړه چې په کم وخت د شورا د ساتونکو له لوري، وکیلانو ته له کوم زیان اړولو پرته له‎منځه یوړل شول.
د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي په عمومي غوڼده کې وویل چې ملي شوار دې دغه موضوع جدي تعقیب کړي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه‎وايي، خو د کابل امنیه قومندانۍ ملي شورا ته د ورپېښو ګواښونو د پخلي تر څنګ وايي چې د شورا شااخوا یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ سرپرست حق‎نواز حقیار وویل چې د وکیلانو د موټرو او د هغوی د ساتونکو د تلاشۍ موضوع یې جدي نیولې ده.
د کابل د امنیه قومندانۍ سرپرست وايي چې د ملي شورا د دوانۍ شااخوا یې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او امنیتي ګزمې یې زیاتې کړې دي.
د چارو کارپوهان وايي چې د داسې انګېزو په اچولو سره چې ګواکې وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاریان د شورا ودانۍ ته داخل کړي، دا د دښمن یو ډول تاکتیک دی چې غواړي شورا د غړیو تر منځ بې‎اعتباري رامنځ‎ته کړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق‎الله امرخېل وايي چې په دې برخه کې دې کشفي او استخباراتي هلې ځلې زیاتې شي، څو له هر ډول حملو او بې‎باورۍ مخنیوي وشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته