پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارولایت بهسودوپوهنې مدیریت اړوند زانګویی عالې لیسی ددولسم ټولګې زده کوونکو فراغت غونډه ترسره شوه .
نیټه: Sat, 01 Jul 2017 12:28:16 +0000

یادی  لیسی لس ګونه ځوانان ټولنی ته دخدمت په موخه دیوی غونډی په ترسره کولوسره وړاندې کړل.
په دغه غونډه کې دپوهنې تدریسی مرستیال استاد اول ګل (ابوزاهد)دپوهنې ریاست دهماهنګۍ امرهجرت الله (بهیر) اودیاد ریاست ګڼ شمیر مشرانوبرخه اخیستی وه ،غونډه دیادی لیسی دامر مشفق الله (حسین خیل)په ښه راغلست پیل شوه چې دیادی لیسی په لاسته راوړنویې هراړخیزی خبری وکړې، نوموړې زیاته کړه چې دادیادې لیسی لومړنۍ دوره ده چې فارغیږې اوشمیریی (۳۶) تنوته رسیږی هغه زیاته کړه په ټول توان مو هڅه کړې چې یاد ځوانان په ملې اواسلامې روحیه سمبال کړو اوډاډ ېی څرګند کړ چې دزوریدلی ملت په زخمونوبه دملحم پټی ولګوی،ورپسی دپوهنی ریاست مرستیال استاد اول ګل(بوزاهد)دیادی  لیسی مشرتابه اوټول پرسونل وستایه چې دیادې لیسې دپرمختګ له پاره  یې دزړه له تله هڅې کړې همداراز نوموړې دپوهنی په کیفیت ټینګاروکړاوپه څوانانویې غږوکړچې دهیواد اوسنی وضعیت ته دعلم اوپوهې له لاری بدلون ورکړې چې دراتلونکونسلونوژوند مو خوندې اوښي راضه شې، په پای کې  دینې عالم اوبهسودودښوونکوشورا مرستیال مولوی خدایداد خوښی څرګنده کړه چې ځوانان له علمې اداروفارغیږی اوپه فارغ شووځوانانوېې غږوکړچې خپل ژوند په عبسیاتوتیرنه کړې کوششش دوکړی چې دخپل  زوریدلی ولس خدمت وکړې .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته