پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فیفا:افغانستان دفوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې شوی
نیټه: Sat, 08 Jul 2017 13:18:14 +0000

 

 افغانستاند فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال په نوې نړیواله درجه‌بندۍ کې له دریو هېوادونو مخکې شو.
 د فوټبال نړیوالې شورا لخوا په  نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډله له ۱۵۸  مقام څخه ۱۵۵ مقام ته پورته شوې‌دی.
په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې افغانستان ته د کمبودیا خلاف د ماتې سره ـ سره د ۳ هېوادونو پر وړاندې مخکې شوی‌دی.
دا په‌داسې حال کې ده، چې دافغان فوټبال ملي لوبډلې د کمبودیا خلاف د تېرې میاشتې رسمي نړیوالې سیالۍ مخکې په عربي اماراتو کې د مالدیف لوبډلې پر خلاف په نړیواله دوستانه سیالۍ کې بریا ترلاسه کړې‌وه.
د نړیوالې درجه‌بندۍ ترڅنګ افغان فوټبال ملي لوبډله په اسیایي درجه‌بندۍ کې ۲۹م مقام لري؛ خو د اسیا په نوي مرکزي زون کې یې تر اوسه سیالۍ نه‌ده کړې.
ټاکل شوې‌ده افغان فوټبال ملي لوبډله خپله راتلونکې نړیواله فوټبال سیالۍ د روان کال په سپټمبر کې د اردن خلاف وکړي.
افغان فوټبال ملي لوبډله اوسمهال د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال فوټبال اسیایي جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه په روان ټاکنیز پړاو کې د یوې مساوي او یوې ماتې وروسته څلورم مقام لري او اسیایي جام ته رسېدل یې ستونزمن ښکاري.
اسیایي جام ته د رسېدلو په موخه په غوراوي پړاو کې افغانستان په (ای) ګروپ کې لوبېږي، چې تر د دوه ـ دوه لوبو وروسته اردن لومړی، کمبودیا دویم او ویتنام درېیم مقام نیولی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته