پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سالنګ لویې لارې د نوي تونل د ډیزاین تړون لاسلیک شو
نیټه: Sat, 08 Jul 2017 13:37:18 +0000

د سالنګ د نوي تونل د ډيزائن او تخنیکي مطالعاتو تړون د افغانستان د فواید عامې وزارت او د يوه اسټرالیايي شرکت سره
وشو.
  د دغې پروژې لګښت د ۱۹،۶ میلیونه ډالره کیږي د اسیایي پراختیا بانک او جاپان له خوا ورکول کیږي.
د سالنګ د نوې لارې لومړنۍ مطالعه په ۲۰۱۲ کال کې شوې وه، خو دادی نژدې پنځه کاله وروسته یوه استرالیایي شرکت دې ته ټټر وهلی چې د دغې لارې ارزونه او ډیزاین به تر راتلونکو ۲۶ میاشتو نهایي کوي. د تړون له مخې د استرالیا سمیک شرکت به غوره شوې درې لارې ارزوي او تر ټولو لنډه، اسانه او اقتصادي هغه به یې د عملي کېدو پړاو ته وړاندې کوي.
د سالنګ اوسنۍ لاره شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د محمد داود خان د صدر اعظمۍ پر مهال جوړ شوی چې ورځ کې د ۲۵۰۰ موټرو د تګ راتګ وړتیا لري، خو اوس هره ورځ پر دې لارې څه باندې دولس زره واړه او لوی موټر تګ را تګ کوي. دا تونل څو ځله بیا رغول شوی، خو لا هم ډېرې کندې کپرې لري. د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د سالنګ د نوې لارې جوړول له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي راکړې ورکړې پیاوړتیا ته زمینه برابروي:
"د ټولګټو وزارت وایي، د هیواد د شمال او جنوب د نښلولو لپاره د سالنګ د نوې لارې سربیره د سالنګ پخوانۍ لاره هم بیرته رغوي او دغه راز هڅه کیږي چې د دوشي - بامیان او خاواک - خنجان لویې لارې هم ورغوي چې شمال ته د لېږد را لېږد ښې او لنډې لارې بلل کیږي.
سالنګ د افغانستان له ستراتیژيکو لارو دی چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي او د جنوبي او منځنۍ آسیا ځمکنۍ سوداګري هم له همدې لارې کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته