پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په جګړه ییز ډګر کې به ښیي امریکا بیا ماته شي
نیټه: Sun, 09 Jul 2017 11:14:46 +0000


د افغان جګړې  څېړونکي  د روانې جګړې هر اړ خیزو  خواو ته په کتو سره  پر خپلو مرکو کې  څرګندوي ،چې  د افغان جګړې   کورنیو او باندېنیو لاملونو په اړه،  سره  له دې ،چې امریکايي لوړ پوړي چارواکي ښه پوهېږي، خو بیا هم  دوی پر هغو اړخونو سترګې پټوي ،چې د جګړې پر زیاتوالي کې کلیدي رول لري.
(په اوبو کې د لوټې اېښودو او بیا پرې د تېرېدو لوبه ) چې اصلي طراحان یې لو ېدیځوال ګڼل کېږي، له کلونو راهیسې  د رښتینولۍ پرځای پر شکونو قضاوت کړی  او د جګړې د درېدو د عواملو د مخنیوي پرځای یې د ډېرېدو  پر لارو تل قدمونه اېښي دي.
د بېلګې په  توګه که  د بن  د موافقې پر وخت  وسله وال طالبان له یوې مخې منزوي او تجرید شوي نه وی، ممکن د روغې جوړې پروسې به په لومړیو وختونوکې  ډېره ښه نتیجه ورکړې وی او جګړه به تر دې کچې نه رسېده.
دویم داچې که چیرې لوېديځې نړۍ  ځینې معلوم الحاله جنګسالاران واک ته نه وی رسولي ،ښيي نن به  له افغان حکومت  دننه په ملکي او پوځي برخو کې په دومره لوړه کچه اداري فساد شتون نه درلودلی.
 د افغان جګړې په باندېنیو عواملو کې نور درې  عمده اړخونه ،چې امریکا ورته  لا هم  تر اوسه  د ننګونو په توګه نه دي کتلي ، په لومړي او خطر ناک اړخ کې پا کستا ن ورپسې په ترتیب سره  ایر ان  او روسیه  شېمرل کېږي.
لسیزې وړاندې امریکا زیار و ګاله ، چې روسیه په افغانستان  کې له ونډې اخیستو لرې وساتي او  افغان حکومت  ته یې ویلي وو، چې نشي کولی له روسیې سره په خلاص مټ پوځي او سیاسي اړیکي ولري. 
کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او  د سوریې په څېر  په ځینو نړیوالو مسایلو کې روسیه او امریکا ښکر په ښکر شول، نو  روسیې د امریکا د ننګولو په موخه افغان طالبانو ته لاس ورکړ، په همدې  ډول داچې پاکستان د افغان جګړې تر ټولو غوښن او سترعامل پېژندل کېږي، امریکا په افغان اوږده جګړه کې  هېڅکله پاکستان ته د روانې جګړې د بنسټيز  مرستندوی په توګه ندي کتلي او برعکس یې (۳۳) ملیارد ډالر  انعام  ورکړ.
دافغان جګړې ددوام  بل مهم مرستندوی ایران ګڼل کېږي، ایران په افغانستان کې تر پاکستان وروسته د خپلو ګټو د تامین په موخه بېلا بېلو وسله والو ډلو ته وسلې او پیسي ورکوي او  دخپل سرحد په امتداد یې په یو شمېر ولایتونو کې د نیابتي جګړې اور تازه  ساتلی.
پر دې ټولو حقیقتوتو له پوهېدو سره سره امریکا نده توانېدلې ،چې د جګړې بنسټیزې رېښې  له منځه یوسې، په ورته ډول  غواړي چې دا جګړه د افغانانو د کورونو پر ورانولو او افغان وژلو وګټي.
اوس تر ډېره باور دادی ،چې  د افغان جګړې  دګټلو په تعریف کې امریکا   تېروتې ده. د هغه متاعد  امریکايي جنرال خبره به  بده نه  ده ، چې ويلي یې دي،   د امریکا پوځي جنرالانو امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړې.
داچې   افغانستان ته  د خواو شا لس زره تازه دمو نړیوالو ځواکونو   د راتللو اوازې اوس په یقین بدلېږي، پوښتنه داده ،چې ایا امریکا  د افغان جګړې په کورنۍ او باندېنۍ پالېسۍ کې د خپلې ناکامۍ ټکي په نښه کړي او د حل لپاره یې څه تابیا لري او که نه؟
که چیرې د جګړې بڼه  د تېر په څېر وي  او دجګړې  باندېنيو او کورنيو عواملو د له منځه تللو لپاره کومه پیاوړې او عملي کړنلاره شتون ونلري ، څرګنده ده چې امریکا به د تېر په څېر بیا په روانه مخامخ جګړه کې په ګونډو شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته