پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په هندوستان کې د افغان لوبډلې تمریناتي کمپ روان دی
نیټه: Sun, 09 Jul 2017 13:01:37 +0000

 
د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي، هندوستان کې د کرکټ د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ روان دی.
د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال وویل چې له تمریناتي کمپ وروسته د کرکټ د۱۹ کلنو ملي لوبډله د جولای په ۱۴ مه سنګاپور سره لوبه لري.
د نړیوال جام د غواروي پړاو په سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د نیپال، هانکانګ، امارات او سنګاپور د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې برخه لري چې له دې ډلې یوازې یوه لوبډله د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله تر دې وړاندې هم د نړیوالو جام په سیالیو کې لوبېدلې او د پاکستان، استرالیا او سریلانکا په ګډون یو شمېر پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته