پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارپه کانال کې دمالټوحاصلات لس برابره زیات شوي
نیټه: Thu, 13 Jul 2017 10:49:29 +0000


دننګرهار دکانال مسؤلین وايي چې سږ کال به يې د مالټو باغونه د نورو کلونو په پرتله زیات حاصلات ورکړي. 
دوئ وايي چې ددې ولایت دمالټو باغونو رغښت ته جدي پاملرنه شوي او ژمنه کوي چې سږ کال به نوي باغونه هم ورغوي. 
بل پلودبټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې ددې باغونو په جوړیدو خوښي ښايي او له مسؤلینو غواړي چې دې باغونو ته دې توجه زیاته کړي.
د ننګرهار کانال رياست مسولين وايي چې  سږکال به د مالټو له فارمونو څخه له ۱۰۰۰ ټنو زياتې مالټې راټولې کړي، چې د تېر کال په پرتله به لس چنده حاصل زيات وي.
 د ننګرهار کانال اړوند په بېلابېلو فارمونو کې په دريو زرو جريبو ځمکو کې د سټروسو فارمونه جوړ شوي، چې شاوخوا زر جريبه فارمونه يې سږکال حاصل ته چمتو شوي دي. 
دکانال ریس وايي چې دباغونو څخه د حاصلاتو له ټولېدو وروسته به تر ۴۲ ميليونه افغانيو عايد هم د دولت بودېجې ته ورکړل شي. 
نوموړي وويل، چې تېر کال يې له يادو باغونو څخه له اتياو تر سلو ټنو حاصلات راټول کړي او د جلال اباد ښار مارکيټ ته يې وړاندې کړي دي.
ننګرهار د کانال رييس وايي، چې د کانال د فارمونو بيا رغولو ته جدي توجه شوې او تېر ۱۳۹۵ کال کې د سټروس ۱۷۰ جريبه نوي باغونه رغول شوي.
بل پلو دبټي کوټ ولسوال وايي چي ددي باغونو په رغولو سره به نه یواځي داچې دمالټو حاصلا ت لوړ شي بلکي له امله يي دروڅیرمه ولسوالیو ګڼو اوسیدونکو ته دکار زمېنه هم برابره شوي.  
د سيمې اوسېدونکي خوښ دي، چې د سيمې مالټې به يې د دغه ولايت سربېره د هيواد نورو سيمو ته هم ورځي.
دوی چې اوس د بټي کوټ په فارمونو سيمه کې د هندواڼو او خټکيو په پلور بوخت دي، وايي که د مالټو د فارمونو ښه ساتنه وشي؛ نو شونې ده، چې د هندواڼو بازار همداسې پاتې شي او د ژمي په موسم کې په کې مالټې وپلورل شي..

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته