پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان د ګډو عملیاتو له موافقې په شا شوی
نیټه: Mon, 17 Jul 2017 13:07:56 +0000

د پاکستاني پوځ ویاند وايي، چې د قبایلي سیمې خیبر په راجګل کې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرضد د خیبر څلور عملیات پیل کړل.
افغانستان او پاکستان نېژدې دوه اوونۍ مخکې د امریکا د سنا له پلاوي سره ومنله چې د تروریستي ډلو پر ضد به ګډ عملیات کوي.
د شوې موافقې له مخې پر دې عملیاتو به امریکا څارنه کوي خو د دفاع وزارت ویاند وزیری وايي، پاکستان له دې موافقې څخه په شا شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د تروریستانو اصلي مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي او که د پاکستان پوځ په رښتیا د دې ډلو پرضد عملیات کوي دا مرکزونه دې له‎منځه یوسي.
د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال اصف غفور وویل، دا عملیات د خېبر ایجنسۍ د قبایلي سیمې د راجګال درې له لارې د پاکستان قلمرو ته د داعش ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره ضروري وو.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان پوځ، د هېواد په ختیځ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش او نورو تروریستي ډلو پر ضد عملیات کړي او د پاکستان د پوځ عملیاتو ته اړتیا نشته.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د داعش د مشرانو ابوسعید، عبدالحسیب او څو نورو وژلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که پاکستان رښتیا دا کار کوي، نو په لویو ښارونو کې دې د تروریستانو مرکزونه له منځه یوسي.
 د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې داعش ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده او ځکه پوځ په خېبر ایجنسۍ کې دا پوځي عملیات چې په ترڅ کې به یې هوايي حملې هم وشي پلان کړي.
د خېبر ایجنسۍ راجګال سیمه چې د پاکستان پوځ عملیات په‎کې پیل کړي، د ننګرهار ولایت اچېن ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده.
که څه هم په پاړه چنار کې د څه باندې درې اونیو مخکې چاودنې په ګډون په تېرو دوو کلونو کې داعش ډلې په پاکستان کې د ګڼ شمېر تروریستي حملو مسؤلیت منلی خو د پاکستان پوځ ادعا کوي چې داعش ډله په دې هېواد کې نشته.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته