پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عمر خوړلو کسانو ته هره ورځ یوه مڼه کافي ده
نیټه: 21/12/2013

عمر خوړلو کسانو ته هره ورځ یوه مڼه کافي ده

 

شمېرې ښيي درې پر څلور بالغ وګړي د ورځې پنځه ځلې مڼې او نوره سبزي هغسې نه خوري لکه ډاکټران یې چې سپارښتنه ورته کوي.

په برتانیا کې یوې څېړنې ویلي، چې تر پنځوسو کلونو د لوړ عمر کسانو لپاره هره ورځ یوه مڼه خوړل شاید د زړه د ناروغیو او له کبله یې د مړینې مخه ونیسي.

دوی دا هم ویلي، چې هره وځ یوه مڼه خوړل د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي، چې هر کال د زړه د ناروغیو له کبله نژدې ۸۵۰۰ برتانویان مري.

د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو ویلي، مڼه د وینې د رګونو د پرانیستلو او د زړه د روغتیا په سمه ساتنه کې مهمه ده.

دوی وايي، چې مڼه ان د ستاتین په څېر درملو اغېز لري، خو هېڅ جانبي عوارض نه لري.

شمېرې ښيي درې پر څلور بالغ وګړي د ورځې پنځه ځلې مڼې او نوره سبزي هغسې نه خوري لکه ډاکټران یې چې سپارښتنه ورته کوي.

د څېړنې له مخې، که چېرې د بېلابېلو عمرونو لرونکي کسان هره ورځ سبزي او مېوه وخوري، نو د کابل به د وینې د پرڼ کېدو او د زړه د ناروغیو ۱۱۰۰۰ کچه ډېره راټيټه شي.

ډاکټران وايي، د پخوانیو حکیمانو دا وینا ډېره رښتیا ده چې "هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له تګ ژغوري"، خو د هغو کسانو لپاره د مڼې خوړل بیا ډېر ضروري دي، چې عمرونه یې تر پنځوسو کلونو اوښتي او د زړه یا وینې د پرڼ کېدود له ستونزو کړیږي.

دغه څېړنه پر یو لړ عملي تجربو ولاړه ده، چې سلګونه زره ناروغانو او طبي څېړنې پکې ښکېلې وې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته