پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پر کرښه عملیات د پاکستان یوه بله پلمه
نیټه: Tue, 18 Jul 2017 13:10:02 +0000


افغان حکومت  له باوري او لوړو شواهدو پرمټ  پر نړیواله ټولنه له کلونو راهیسې غږونه کوي ،چې افغان وسله وال مخالفین له کرښې پورې خوندي پټنځایونه او روز نځایونه لري، خو  د حکومت  دغه ادعا ته نړیوالې ټولنې اړتیا پرکتو مناسب ځواب  ندی ویلی او پاکستان په ورته وخت کې  پر افغان حکومت تور لګوي ،چې  د پاکستا ني وسله والو  ډلو لاسنیوی کوی او دغه ډلې په پاکستان کې ورانکاري کوي.
که څه هم په غیر رسمي ډول په ځلونو   د امریکا او ناټو جنرالانولخوا   له پاکستان څخه دافغان جګړې د لارښوونې او هر اړخیزې مرستې خبرې راپورته شوي، مګر  دغو حقیقي نېوکو تر اوسه کوم ځای ندی نېولی.
 له څو کلونو  راهیسې پاکستان  په قبایلي سیمو کې دوامداره عملیات پر لار اچولي او  له  دغو عملیاتو یې څو ډوله ګټې ترلاسه کړي.  لومړی داچې د وسله والو طالبانو ډلې یې په کرښه په پوځي وسایلو  لاښې سمبال کړي او افغانستان ته یې ر ا اړولې، دویمه داچې  یادو وسله والو  ډلو ته  یې په خپلو پوځي مرکزونو کې د پوځي روزنې اسانتیاوې برابرې کړيدي او هم ګډې قبایلي سیمې لاندې کړيدي.
داچې له پولې پورې او راهورې   د وسله والو د پټنځایونو  خبره  تر  بل هر وخټ  ډېره توده شوې او امریکا  غواړي ،چې پاکستان او افغانستان د کرښې په اوږدو کې  دوسله والو ډلو پر وړاندې  پر همغږۍ پوځي عملیات پیل کړي، پاکستان   له افغان حکومت سره  تر همغږۍ پرته  نوي پوځي عملیات پر لار اچولي ، پوځي کارپوهان  ددې پوځي عملیاتو اصلي موخه   په  ننګرهار کې د داعش او طالبانو د ډلو  غښتلي کول بولي ، چې دامهال  یادې ډلې په څو ولسوالیو کې تر سختو پوځي فشارونو لاندې دي.
د باورې سر چینو د راپورنو له مخې دامهال   په خیبر ایجنسۍ کې   پر ګده پوله د تېراه  پر خواو شا   پاکستاني پوځيانو وسله والو ډلو ته پرېمانه وسلې ،مهات او نور وسایل په لاس کې ورکړيدي او د سپین غر  پر غرنیو لارو دغه پوځي وسایل  وسله والې ډلې خپلو مرکزونو ته را رسوي.
کارپوهان باوري دي ، چې  د پاکستان  پوځ لخوا  به په خیبر ایجنسۍ کې  پر ګډه پو له تر هغه  د پاکستان پوځي عملیاتو په نوم نوې لوبه دوام ومومي چې   وسله والې ډلې  یو ځل بیا پر خپلو ښپو د درېدو جوګه کړي او  یو ځل بیا پر هغو سیمو کې جګړو ته دوام ورکړي ،چې څو میاشتې وړاندې   د افغان پوځ لخوا په کې پوځي تصفیه ترسره شوې.
پوځي چار پوهي پر حکومت غږ کوي ،چې پر ګډه پوله  کوټلې څارنې ته دوام ورکړي او هغه لارې باید تعقیب شي، چې وسله والې ډلې پرې خپل پوځي اکمالات ترسره کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته