 ځوان افغان کرکټ لوبغاړي یوسف ځاځي د سیالې کوربه لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او افغان لوبډله یې په روان ۴ اړخیزه غوراوي پړاو ټورنمېنټ کې دویمې بریا ته ورسوله.
د افغانستان کرکټ بورډ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان لوبډلې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د اسیا په غوراوي پړاو ټورنمېنټ کې نن کوربه لوبډلې سنګاپور ته د ۷ لوبغاړیو پهواسطه ماتې ورکړه.
به سیالۍ کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر نوینالحق د پچې له ګټلو وروسته یو ځل بیا د توپاچونې پرېکړه وکړه.
د یوسف ځاځي د پرلهپسې وېکټو پهواسطه سنګاپورۍ لوبډلې ښه لوبه ونهکړی شوه او ټوله لوبډله په ۲۷م اور کې په ۹۲ منډو وسوځېده.
د افغانستان لهپاره په توپاچونه کې د یوسف ځاځي د ۵ وېکټو ترڅنګ لوبډلمشر نوینالحق ۳ او ظاهرخان بیا ۲ وېکټې ترلاسه کړې.
په ځوابي لوبه کې افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د نوید عبید د ۳۰، عمران محمدي ۲۷ او طارق ستانکزي د ۲۵ منډو پهواسطه هدف په ۱۷ اورونو کې د ۳ لوبغاړیو په سوځېدلو ترلاسه کړ.
یوسف ځاځی چې د مالیزیا خلاف هم د لوبې غوره لوبغاړی و، د دویم ځل لهپاره په ۸ اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو او ۵ وېکټو اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
نوموړی اوسمهال په روان ۴ اړخیزه کرکټ ټورنمېنټ کې په ۹ وېکټو اخیستلو سره مخکښ بالر دی او ټاکل شوېده ۴ نورې سیالۍ هم وکړي.
ټاکل شوېده افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به د روان ټورنمېنټ درېيمه لوبه د پنجشنبې پر ورځ له نیپالۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.
|