پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان نجونو روباټي سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی
نیټه: Wed, 19 Jul 2017 13:22:10 +0000

 

 افغان نجونو په امريکا کې د روبوټونو جوړولو په نړيوالو سياليو کې د سپینو زرو مډال ګټلى دى.
دا سيالۍ چې درې ورځې يې دوام وکړ، پرون د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې پاى ته ورسېد چې په کې د افغانستان د روبوټ جوړوونکو نجونو شپږ کسيزې ډلې هم برخه اخيستې وه.
د افغانستان لوبډله په دې سیالۍ کې ١٠٣ درجه کې راغله. د افغانستان د ټېم روباټ ٦٩ نمبر و ، خو د يوې تخنيکي ستونزې له امله ١٠٣ نمبر ته راښکته شوه.
خو د مسابقې مسوولينو افغان لوبډلې ته د جرئت او زړورتيا په برخه کې د سپینو زرو مډال ورکړ.
امريکا په لومړيو کې د افغان نجونو شپږ کسيزې ډلې ته له ويزې ورکولو انکار کړى و، خو د ولسمشر ټرمپ په ځانګړې سپارښتنه يې ورته ويزې ورکړې او له سياليو دوه ورځې مخکې واشنګټن ته ورسېده.
د دې سياليو په پاى کې د نړیوال بانک مشر جم يون کيم په خپله وینا کې له ټيکنالوجۍ سره د ځوانانو مينه وستايله او هغوى يې وهڅول چې په ټیکنالوجۍ کې انکشافاتو ته مخه کړي.
د روبوټونو په دې سياليو کې د ١٦٢ هېوادونو زده کوونکو برخه اخیستې وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته