پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د یوې احتمالي کودتاه مخه نېول شوې
نیټه: Thu, 20 Jul 2017 14:11:22 +0000


له نښو څرګندېږي ،چې تېره ورځ  د مزار شریف پر هوايي  ډګر کې  یوې ناڅرګندې الوتکې ته د کېناستلو اجازه ځکه نده ورکړل شوې، د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشهور پهلوان دوستم پکې شتون درلود.
که څه هم  دوستم  ته نږدې سرچینو  دا پېښه تایید کړې نده  او  ارګ هم چوپه خوله دی، مګر  د ناټو ویاند ومنله ،چې   پرهوايي ډګر کې د الوتکې د کوزېدو لپاره ترې مرسته غوښتل شوې، خو دوی ځکه په دې برخه  کې مداخله  ونکړه، چې دا یوه کورنۍ موضوع ده.
له افغانستان  څخه ترکیې ته  د دوستم  ګونګه تېښته او  دکوچني اختر په شپو ورځو کې په ترکیه کې د شمالي ټلوالې  دپخوانیو څرګندو څېرو راټولېدل او د نوي ایتلاف اعلان  هغه څه وو، چې وار له مخه سیاسي چارپوهو د خطر د زنګ په څېر ګڼلي وو.
د دغه ایتلاف لپاره په کور دننه یو شمېر رسنیو ډېره  ډينګرۍ  ووهلې او فکر کېده ،چې دا توپاني څپه به  دسقویزم  د پاڅون په څېر  موجوده حکومت کښتۍ په اوبو کې ډوبه کړي، خو  ایتلافیون په دې کړنه کې بریالي نشول .
داچې غني په لږه موده کې وتوانېد ،چې  د افغانستان په چارو کې  د بهرنیو لا سوهونکو څېرې  نړیوالوته  پرخپله اصلي بڼه  ور وپېژني او هم  یې زیار ګاللی،چې  په کوردننه د کرزي  له حکومتولۍ راپاتې کږې سمې او  د ګوندونو،سیمو او نورو خواو په نومونو په حکومت کې د ځای پرځای شویو ډاکوانو مخه ونیسي او  شوړې  یې له خولو را اوباسي، نو ځکه یې پر وړاندې  د کورنیو معلوم الحاله ډاکوانو او سیمه ییزو استخباراتو یوه  ستره لوبه روانه ده او هڅه کېږي ،چې  غني کمزوری او  له واک یې لرې کړي.
ددې چارې لپاره باندینو کړیو  پر خپلو پخوانیو لاسپوڅو کار کړی او ددوی پخوانیو تجربو ته پر کتو یې  ورته  د هر ډول مرستې سینه ډبولې.
 د اوومې  لمریزې لسیزې په اوږدو کې د نظار ډلګۍ او دسیمې د څارګرو ادارو په زیار دوستم له  ډاکټر نجیب مخه وګرځوله ، دې کار   د هېواد شمالي ولایتونه  د ډاکټر نجیب  له ولکې  وایستل ، په ورته وخت کې په سالنګ کې  ددوستم ، مسعود او عبدالعلي مزاري او یو شمېر نورو  ترمنځ  پوځي ،ژبنی اوسیاسي  اتحاد رامنځته شو، ددغه اتحاد موخه داوه چې ددوی  د توکمو او ژبې پرته به  د پښتنو په ګډون نور ټول اقوام  ددوی ترجغ لاندې وي ،خو له کلونو جګړو سره سره دوی ونه توانېدل ، چې  خپل کرغېړن مرام  ته ورسېږي .
داچې  دوستم پرهغه مهال  د ډاکټر نجیب د واکمنۍ په ړنګولو کې کلیدي رول لوبولی و داځل بیاهم  د شمالي ټلوالې ځینو غړیو د نوموړي تېر رول ته په کتو هڅه وکړه،چې نوموړی  له ترکیې مزار شریف ته راوبولي ،  د څو ورځو په اوږدو کې یو لوی وسلوال پاڅون  پیل کړي او د کابل تر دروازو  ځانونه راورسوي او یو ځل بیا  د تېر په څېر دوی د زور له لاري یو قانوني حکومت ړنګ کړی.
د باوري سرچینو دراپورونو له مخې د شمالي ټلوالې ددغې وروستۍ هڅې مخه دمګړۍ نېول شوې،خو هغوی لاهم زیار ګالي ،چې  د موجوده حکومت دکمزوري کولو لپاره خپل  ټول توان وکاروي، هغه  څه چې ددوی  د نویو سیاسي برنامو او د  اوومې لمریزي لسیزې په اوږدو کې   ددوی دهغه وخت له  ارادو څرګندېږي ، هغه دادي چې دوی  به له هېڅ راز بې شرمۍ  ډډه  ونکړي او که  کړنې یې د متحد افغانستان  د تباهۍ اونړېدو سبب هم شي ، نو دوی به ترې مخ ونه ګرځوي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته