پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

روسیه پر افغان خاوره احتمالي بریدونو ته تیاری نېسي
نیټه: Mon, 24 Jul 2017 13:50:17 +0000


روسیې په نړیوالو مسایلو کې د سړې جګړې  د وخت (شوروي اتحاد) ته  ورته  وړتیا او پیاوړتیا بیا ترلاسه کړې، د روسیې پوځي او اقتصادي ځواکمني هغه وخت څرګنده شوه، چې د اوکراین خپلواکي یې وګواښله او  ورپسې یې د سوریې مخ پر زوال حکومت ګړبېدلي لینګي بیا پیاوړي  کړل او د بشارالاسد له پوځیانو سره یوځای یې  د سوریې رژیم ضد وسله والو ډلو سره جګړې ته دوام ورکړ.
بل پلو  روسیه په سیمه کې د لوېدیځوالو د مهارولو لپاره د یو  ستر سیمه ییز پوځي او اقتصادي بلاک په رامنځته کولو وتوانېده، دامهال  په لویه کې  چین ، پاکستان او روسیه پدغه  بلاک کې شامل دي او د مرکزي اسیا هېوادونه  هم په دویم ردیف کې ځای لري.
په افغانستان  کې د لوېدیځې نړۍ پوځي حضوراو  په افغانستان کې د جګړو د دوام   له امله د روسیې اندېښنې  هغه څه دي ، چې لا  له وړاندې داسې اټکلونه موجود وو،چې روسیه به په خپل ګاونډ افغانستان کې  د لوېديځي نړۍ پوځي او اقتصادي حضور هېڅ کله ونه زغمي او زیار به وګالي ، چې په افغانستان کې  بیا ځلې عمده رول لوبولو ته پلمې جوړې کړي.
په افغانستان کې دداعش له ظهور سره روسیې په لوړه کچه خپله اندېښه څرګنده او دا ډله یې د امریکا لخوا  دروسیې پر ضد رامنځته شوې  ډله وبلله .
روسیې  له افغان حکومت سره د اړیکو جوړولو پر ځای   پخواني ستر دښمن پا کستان ته  د دوستۍ لاس ورکړ او هم یې د هېواد په شمال کې پدې پلمه وسله والو طالبانو سره سیاسي ،پوځي او اقتصادي  مرستې پیل کړې،چې ګویا طالبان  یوازېنۍ ډله ده چې د داعش  د پرمختګ مخه نېولی شي.
د باوري سرچینو  د راپورنو له مخې دامهال د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون په روسیه کې د طالبانو سیاسي دفترونه شتون لري او روسیه  د پردې ترشا ددغه ډلې دپیاوړتیا  لپاره  هېڅ ډول امکانات نه درېغ کوي.
د سوریې دحکومت سره  د مرستې او ملاتړ په  نوم په سوریه کې د روسیې  پوځي حضور په لومړیو   کې  دا اندېښنې موجودې وې، چې ممکن دغه هېواد به  دسوریې په څېر د داعش د ځپلو په موخه  د هېواد په شمالي ولایتونو پوځي یرغل وکړي او  د یوې ممنوعه پوځي سیمې په توګه به یې اعلان کړي، دویمه اندېښنه داوه چې ممکن روسیه به پر خپلو لرې واټن وېشتونکو توغندیو  په افغانستان کې د داعش ځالې وولي.
خو اوس دا شکونه  د یقین  تر بریده  را ورسېدل ، روسیې  له امو سیند پورې په خپلو پوځي اډو کې پر افغان خاوره  د داعش   مرکزونو د وېشتلو لپاره په لوړه کچه تیاری نېولی  ،  د پوتین سلاکار ګواښ کړی ، که  امریکا او افغان حکومت  د داعش مرکزونه له منځه  نه وړي ؛ نو روسیه به پر دغو مرکزونو پراخ یر غلونه وکړي.
ددې  ګواښونو او حقیقتونو په هېنداره کې دې پایلې ته رسېږو ، چې روسیه به پر افغان خاوره   په توغندیزو بریدونو بسنه ونکړي؛  بلکې د هېواد شمالي ولایتونه به هم لا ندې کړي ، طالبان به لاپسې پیاوړي کړي او پر افغان خاوره به جګړه دومره تونده او تیزه شي، چې بالاخره به یوې نړیوالې جګړې ته لار پرانېزي او ددغه اتومي  جګړې ټول قر بانیان به بیا هم افغانان وي او پر دې خاوره به بیا  د ژوند او ژواک هېڅ هیله پاتې نه وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته