پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان خپله ګمرکي تعرفه ۲۰ فیصده لوړه کړې
نیټه: Wed, 02 Aug 2017 11:28:09 +0000

 
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د صادراتو د موسم د رارسېدو له امله پاکستان خپله ګمرکي تعرفه لوړوي.
د دغې خونې ویاند نصیر عالمیار د چهارشنبې په ورځ ویلي چې اوس‌مهال په پکتیا کې د کرنیزو توکو او مڼو د صادراتو موسم دی، خو پاکستان خپله ګمرکي تعرفه ۲۰ فیصده لوړه کړې ده.
نوموړی وایي چې له همدې امله کرنیز توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ کېږي او بازار نه‎لري.
عالمیار وايي چې د اټکل له مخې به سږ کال په پکتیا کې ۲۵ زره ټنه د مڼو حاصلات لاسته راشي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته