پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۱۰ وسله وال طالبان مړه اوټپیان شوي
نیټه: Sun, 06 Aug 2017 10:57:22 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د مومنددرې لپاره د طالبانو د ولسوال د ټپي کېدو تر څنګ یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ١٥مه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مومندرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر قرارګاه او د ۲۸مې ويالې سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې د پوليسو له کلک غبرګون سره مخ شول.
 دی وايي، د پوليسو په ځوابي بريد کې وسله وال طالبان شا تګ ته اړ شوي او د نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د عبدالعزيز په نوم د مومنددرې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او بهرني وسله وال هم موجود دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند ډاډ ورکړ چې په نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته