پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ناټو: یوه افغان سرتیري زموږ پر سلاکارانو ډزې کړي
نیټه: Sun, 06 Aug 2017 11:03:38 +0000

 
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، یوه افغان پولیس په کندهار کې د هغوی پر سلاکارانو ډزې کړي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناټو دا سلاکاران پرون شنبه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د قانون د حاکمیت په اړه له روزنیز پروګرامه، په کندهار کې خپل مرکز ته د ستنېدو په حال کې و چې ډزې ورباندې وشوې.
د خبرپاڼې په حواله، د ناټو رومانیايي عسکرو چې د سلاکارانو او روزونکو د امنیت مسولیت یې درلود، پر حمله کونکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
په دې حمله کې یو رومانیايي عسکر زخمی شوی او په کندهار کې د ناټو ځواکونو په پوځي مرکز کې یې درملنه کېږي.
ناټو وايي چې په پېښه کې یو افغان پولیس هم زخمي شوی چې د کندهار په ملکي روغتون کې بستر دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته