پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: سرپل کې داعش وسله والو ۲۶ ملکي وګړي وژلي
نیټه: Sun, 06 Aug 2017 11:16:48 +0000

 

د سرپل ولایتي شورا غړي وايي، چې داعشیانو د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ له میرزاولنګ سیمې نه له پرونیو ۲۷ وړیو کروندګرو ۲۶ تنه لېرې سیمې ته وړي دي او بیا یې وژلي دي.

د سرپل د ولایتي شورا رییس ویلي چې د داعشیانو قوماندان (شېرمحمد غضنفر) پورې اړوندو کسانو دا ۲۶ کروندګر تېره شپه ناوخته مهال وژلي او د یوه تن برخلیک نه‌دی معلوم.
دوی دا کروندګر پرون ماسپښین مهال د صیاد ولسوالۍ له میرزاولنګ سیمې نه له ځانه سره وړي وو. د سیمې اوسېدونکیو د دې خلکو پر بې‌ګناهۍ ټینګار کړی‌.
د رحماني پر وینا، دوی پرون د میرزاولنګ درې ته له یو شمېر سپين ږیرو سره تللي وو، چې په لاره کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ د نښتې له امله بېرته د ولایت مرکز ته ستانه شول.
داعشیانو تر دا مهاله د دې ۲۶ تنو د وژل کېدا په اړه څه نه‌دي ویلي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني د دې خبر د تایید یا رد په اړه څه نه وایي.
خو اماني زیاتوي، چې نن یو شمېر سپین ږیري او قومي مشران د هغو ملکي وګړیو جسدونه رالېږدوي، چې پرون د میرزاولنګ په دره کې افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو او داعشیانو په‌ نښته کې وژل شوي‌وو.
داعش وسله وال په‌دې نښته کې له طالبانو سره یوځای شوي وو.
د سرپل د والي ویاند د وژل شویو ملکي وګړیو د شمېر په اړه څه نه وايي؛ خو یوې سیمه‌ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط  وویل، چې تر دامهال په دې نښته کې ۳۳ ملکي وګړي او ۸ پاڅونوال وژل شوي‌دي
د یادولو ده، چې پرون میرزاولنګ دره د طالبانو له لوري سقوط شوې‌وه، چې وروسته ورسره داعشیان هم یوځای شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته