پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مدني فعالان: دننګرهاریانو په بریښنا سیاسي لوبي روانې دي
نیټه: Sun, 06 Aug 2017 11:47:19 +0000

دمدني ټولنو استازي وايي دننګرهاریانو په بریښنا سیاسي لوبي رواني دي او ځيني سیاسي کړۍ دبریښنا دویش پر وړاندي خنډونه جوړوي. 

دننګرهار دسرورود ولسوالۍ هستوګن وايي ننګرهار ولایت ته دتلوونکي بریښنا پايي يي په ځمکو کي تېري شوي چي له امله يي دځمکو قیمتونه تر نیمايي کم شوي خو له بریښنا څخه يي بي برخي دي. 
خو ولایتي اداره داستونزه دپخوانۍ اداري ورپاتي  بولي او ژمنه کوي چي په نوي پلان کي به ټولو ولسونو ته په منظم ډول بریښنا ورکول کېږي. 
 دوي وايي هغه ځمکي چي دبریښناپايي پکي لګیدلي نه پکي څوک په ډاډه زړه ابادي کولای شي اونه هم تري دپخوا پشان حاصلات اخیستی شي. 
 ددوي په وینا چي ننګرهار ته دغزیدلي بریښنا زیان دسرورود ولسونو ګاللي خوله بریښنايي نور خوند اخلي. 
ددي ولسوالۍ ولسوال وايي چي دخپلو ولسونودبریښنا ستونزه يي په کراتو کراتو له ولایتي اداری سره شریکه کړي او دحل لپاره يي هیله مندي ښايي. 
خو دمدني ټولنو استازي وايي چي دننګرهار ولایت دبریښنا پر سر سیاسي لوبی رواني دي. 
دوي وايي ځیني سیاسي کړۍ چي راتلونکو پارلماني ټاکنو ته به احتمالي کاندیدان وي هڅه کوي چي اوس مهال سره رود ته دتلونکي بریښنا پر وړاندي خنډونه جوړکړي اودټاکنو دراتلو سره سم خپله جوړکړي خنډونه له مخي لري کړي او پدي کار سره دولسونو رايي خپلي کړي. 
خو ولایتي اداره  نه یواځی داچي دبریښنا دویش پروړاندي دچا خنډکیدل نه منی او یادونه کوي چې دامکان تر بریده اړمنو خلکو ته بریښنا رسوي. 
 په ننګرهار کي دبریښنا دکمښت ستونزه کومه نوي خبره نده او له کلونو راهیسي ددي ولایت هستوګن دبریښنا له نه شتونه شکایت کوي خو اړونده ادارو يي په ځلونه ځلونه دستونزو دحل ژمني کړي خو داچي داستونزه به نور هم تر کومي دوام کوي راتلونکی به يي ځوابوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته