پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: په بغلان کې ۳۴ وسله وال وژل شوي
نیټه: Sun, 06 Aug 2017 11:57:00 +0000

 
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۳۴ وسله وال مخالفین له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.
د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې نن یکشنبه خپور شو، ویلي چې د پولیسو د خاصو ځواکونو په دې عملیاتو کې ۲۹ وسله وال هم ټپیان شوي دي.
په بیان کې همداراز یادونه شوې چې امنیتي ځواکونو د دې پوځي عملیاتو پر مهال د مرکزي بغلان ۱۶ لوی او کوچني کلي له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه کړي چې له دې سره په دې سیمو کې نا امني هم له منځه تللې ده.
بیان همداراز یادونه کوي چې امنیتي ځواکونو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم تر لاسه کړې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته