پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فاریاب کې دپاکستانیانوپه ګډون ۱۵ وسله‌ وال وژل شوي
نیټه: Mon, 07 Aug 2017 09:58:33 +0000

 
د ملي اردو چارواکي وايي، په فارياب ولايت کې د دوو پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ١٥ وسله‌وال مخالفين وژل شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې وایي، دغه عمليات په خواجه سبزپوش، غورماچ، دولت‌اباد او شيرين‌تګاب ولسواليو کې، د تېرو ٢٤ ساعتونو په لړ کې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٢ تنه نور وسله‌وال مخالفين ټپيان شوي دي.
اعلاميه وايي، په ټپيانو کې د وسله‌والو طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته