پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سرپل کې طالبانو او داعش لاس یو کړی او لسګونه کسان يي وژلي
نیټه: Mon, 07 Aug 2017 10:42:11 +0000

 

د سرپل ولایت سیمه ‎ییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د لسګونه ملکیانو په وژنه کې وسله‎والو طالبانو او د داعش ډلې یوه قوماندان لاس درلود.

د صیاد ولسوال شریف امین‌یار ویلي چې دا حملې د داعش او طالبانو له‎خوا په ګډه د اسلامي دولت په نوم شوي دي.
امین‌یار وايي، مؤثق راپورونه ښيي چې ۵۰ تنه د وسله‎والو طالبانو له‎خوا وژل شوي چې په‎کې ۱۸ محلي پولیس او ملېشه او نور عام خلک شامل دي.
امین‎یار وايي، دا حملې د طالبانو او داعش د دوو قوماندانانو له‎خوا په ملکیانو شوي چې د طالبانو مشري ملا نادر او د داعش مشري ملا غضنفر کوله.
خو وسله‎ وال طالبان وايي، دا حملې یوازې د دوی کسانو کړې ده.
د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، ملا غضنفر د طالبانو وفاداره کس دی خو په حملو کې یې ملکیان نه‎دي وژلي.
ویل کېږي دغه ملکیان هغه وخت وژل شوي چې وسله‎والو طالبانو او داعش جنګیالیو په ګډه د میرزا اولنګ سیمه د شنبې په ورځ په خپل کنټرول کې راوسته.
 د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني بیا وايي، ۲۵ کسان لادرکه هم دي.
په میرزا اولنګ کې د وژل شویو ملکیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
اخوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان پوځیان به په ټول توان د میرزا اولنګ د بیا نیولو او د خلکو د وژونکو د ځپلو هڅې وکړي.
افغان حکومت بیا په وار-وار په دې ټینګار کړی چې که په افغانستان کې له مخالفو وسله‎والو او ترورېستي ډلو بهرنی ملاتړ بند شي ډېر ژر به افغان پوځیان د دغو مخالفینو په ځپلو برلاسي شي.
په افغانستان کې د ناټو او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پخوا ویلي و په افغانستان باندې د ټولې نړۍ د تمرکز اړتیا د دې لپاره لیدل کېږي چې په سیمه کې یې ګڼو ترورېستي ډلو سره لاس ورکړی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته