پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بيدار: له ډاډمن امنيت پرته رڼې ټاکنې ناشونې دي
نیټه: Mon, 07 Aug 2017 11:19:16 +0000

 
 د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ډاډمن امنيت شتون رڼو ټاکنو ته زمينه برابروي او حکومت بايد تر راتلونکو ټاکنو د امنيت تامين ته پوره پاملرنه وکړي.
د ياد کمېسيون کمېشنر رفېع الله بيدار او په ننګرهار کې د دغه کمېسيون مشر د امنيت پر ټينګښت دغه ټينګار په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسيون د چارو د پيل په مراسمو کې وکړ.
دغه کمېسيون د زمري په ۱۶مه په ننګرهار کې خپل کار پيل کړ او د دغه ولايت له ادارې يې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه واخيسته.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر رفېع الله بيدار وويل چې د ټاکنو د قانون له مخې حکومت مکلف دی چې ټاکنو ته امنيت ټینګ کړي او هم يې ورته بوديجه پيدا کړي.
نوموړي که څه هم د هېواد اوسنی امنيتي وضعيت تر ډېره ښه ونه ارزاوه خو ټينګار يې وکړ چې له ډاډمن امنيت پرته رڼې ټاکنې ناشونې دي او حکومت دې راتلونکو ټاکنو ته پوره امنيت تامين کړي.
 بيدار تېرو ټاکنو ته اشاره وکړه چې په ډېرو سيمو کې دولتي او امنيتي مسوولينو په ټاکنيز بهير کې لاسوهنې کولې چې له امله يې هم ټاکنې تر سوال لاندې راغلې او هم پر ټاکنيز سيستم د خلکو باور کم شو.
خو د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ولايتي څانګې ته ډاډ ورکړ چې ټول امنيتي ارګانونه به د امنيت په تامين کې پوره همکاري کوي او هم يې ژمنه وکړه چې هېچا ته به په دې پروسه کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني غوښتنه وکړه چې د ننګرهار ولايت شرايطو ته په کتو دې ښځو ته د رايې ورکونې محلونه زيات کړي او هم دې ښځينه کارمندانو ته پوره برخه ورکړي.
د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون رييس ذبيح الله وګړي وويل چې تازه يې د کارمندانو لپاره ازموينه اخيستې او ښځينه برخې ته يې په کې پوره ونډه ورکړې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته