پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې څلور امنیتي چارواکي له دندو ګوښه شول
نیټه: Tue, 08 Aug 2017 10:29:48 +0000


د افغانستان په لوېدیځ کې پر یوه جومات تر مرګوني ځانمرګي برید وروسته د هرات سیمه ییزې ادارې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ یو شمېر چارواکي له دندو لرې کړل.
نږدې اونۍ وړاندې هرات ښار کې دوه ځانمرګي جوادیه جومات ته ماښام مهال ننوتل اول یې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې ځانمرګي بریدونه وکړل.
په دې پېښه کې تر څلوېښو کسان ووژل او تر شپېتو ډېر ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې پرغاړه واخیست.
تېره جمعه افغان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ته په ناڅاپي سفر کې د دغه برید د قربانیانو له خپلوانو سره ولیدل.
نوموړي له خلکو سره ژمنه وکړه، چې حکومت به په دغه ښار کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات وکړي.
افغان حکومت د دې پېښې د پلټلو لپاره یو پلاوی وټاکه.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د لسمشرۍ له خوا د ګومارل شوي پلاوی د پلټنو پایله کې دا کسان له دندو ګوښه شول:
"په ګوښه شویو کې د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ ضد مدیر، د جنایي پولیسو او استخباراتو مدیران او د هرات د لویې لارې قومندان شامل دي".
د نوموړي په خبره، د پلټنو پایله کې معلومه شوه چې دغه کسان په خپل مدیریت کې کمزوري و.
د دغو پخوانیو چارواکو مرستیالان د سرپرستانو په توګه د هغوی ځایناستي ټاکل شوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته