پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د غزني په ګیلان کې هوايي برید ۱۱ طالبان مړه اوټپیان کړي
نیټه: Tue, 08 Aug 2017 10:40:53 +0000


د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل  وويل چې تېره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر طالبانو هوايي بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د پاکستانيانو په ګډون اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وينا چې په بريد کې د وسله والو طالبانو له وسلو ډک يو موټر هم له منځه تللى دى.
د ګيلان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي صديق الله ويلي چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي دي.
وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دغه بريد کې يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې په موټر کې راکټونه او د هاوان مرمۍ بار وې چې هوايي بريد پرې شوى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته