پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لاهور کې موټر بم چاودنې ۳۴ کسان ټپیان کړي
نیټه: Tue, 08 Aug 2017 11:17:47 +0000

 

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې موټر بم چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړي دي .
د چارواکو په خبره دغه موټر بم چاودنه د لاهور د بنډ روډ په اوټ فال نومي سیمه کې شوې چې لږ تر لږه ۳۴ کسان یې ټپیان کړل.
دوۍ وایي چاودېدونکي مواد د میوې په یوه ټرک کې ځای پرځای شوي وو چې له امله یې د چاودنې په ځای کې نېږدې ۵ فوټه ژوره کنده جوړه شوې او شاوخوا ودانیو ته یې زیان رسولی دی.
د لاهور ښار امنیتي چارواکي وايي چې د پولیس او د ژغورنې د ډلې کارکوونکي تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپیان یې روغتونونو ته وړي او د سیمې تر محاصره کولو وروسته یې د چاودنې تحقیقات پیل کړي دي.
له بلې خوا بیا په لاهور کې د یوې ژغورونکې ډلې ویاند جام سجاد حسین فرانسپریس خبري اژانس ته ویلي چې د دغه موټر بم د چاودنې په ټپیانو کې د ۳ روغتیايي وضعیت مرګونی دی.
د راپورونو له مخې، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې تر لېرې سیمو تللی او همداشان یې لسګونه موټرې او د یوه نېزدې پوهنتون د لیلیې د ودانۍ په ګډون ګڼو ودانیو ته زیان رسولی دی.
دا په روان کال کې په لاهور کې ۵مه او په تېرو دوو اوونیو کې دوېیمه ستره چاودنه ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته