پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار ولایتي شورا د یوه وکیل سکرتر وژل شوی
نیټه: Tue, 08 Aug 2017 12:26:35 +0000

 
نامعلومو وسله والو په رڼا ورځ په جلال اباد ښار کې د امنيې قوماندانۍ مخې ته د ننګرهار د ولايتي شورا د يو وکيل سکرټر وژلی دی.
د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني وويل چې نا معلومو وسله والو د ولايتي شورا د وکيل اجمل عمر سکرټر ډاکتر مير محمد ملاخېل پر ډزو وژلی دی.
هغه وويل چې پېښه سه شنبه سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار اړوند امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د غلام محمد په څلورلارې کې رامنځته شوې او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
د ولايتي شورا وکيل اجمل عمر وايي، سکرتر يې هېڅ شخصي دښمني نه درلوده او د هدفي وژنو ښکار شوی دی.
د پېښې يو عيني شاهد د نوم نه خپراوي په شرط ويلي چې موټرسايکل سپرو وسله والو پر ياد کس ډزې وکړې، هغه يي وواژه او خپله له سيمې وتښتېدل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې پېښه رامنځته شوې او په دې اړه امنيتي ارګانونو پلټنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو د زياتوالي په تړاو اندېښنې زياتې شوې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته