پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

۶۰ زره ډالره د دروازي په ټک ټک باندې دوه شرکتونه جرمانه شو
نیټه: 22/12/2013

۶۰ زره ډالره د دروازي په ټک ټک باندې دوه شرکتونه جرمانه شو

په استرالیا کې  یو د ګازو پلورونکي  چې د ګازو په شرکت کې یې کار کاوه د یو کور دروازه ټک ټک کړی وه  او د کور په دروازه باندې یې لیکل شو وو، چې (لطفاً دروازه ونه وهئ ) او ددې لیکل شوې متن سربېره یې دروازه ټک ټک کړې وه چې، ددې شرکت مسؤلین به ددې جرم په مقابل کې ۶۰۰۰۰ زره امریکایي ډالر جرمانه د استرالیا دولت ته ورکوي.

د استرالیا سترې محکمي د یو شرکت  کارونکي په ۲۰۱۱ کال کې  په ورته تور په ۶۰ زره امریکایي ډالرو جرېمه کړي وو.

دا ځلې محکمي وویل چې د  AGL شرکت باید ۳۵ زره ډالر او CPM چې دغه پلورنکی په دنده ګمارلی وو ۲۵ زره امریکايي ډالرو  جریمه ورکړي.

جان مدلیتون ددې  قضیي قاضي وویل  دا جریمه ددې لپاره وه چې د داسې کړونو د تکرار مخه ونیول شي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته