پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دانش: په کابل کې يو ځانمرګى هدف ته له رسیدو وړاندې ووژل شو
نیټه: Wed, 09 Aug 2017 11:05:07 +0000

 

د کورنيو چارو وزارت وايي، يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل چې له کرولا موټر نه په استفادې ځانمرګى بريد ترسره کړي، خو د ملي پوليسو له لوري وويشتل شو.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وويل چې دا پېښه نن چهارشنبه له غرمې مخکې یوولس بجې او شل دقیقې د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې په بيني حصار سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ځانمرګى بريدګر د ملي پوليسو له لوري وژل شوى او موټر يې هم له منځه وړل شوى دى.
نوموړي وویل چې په دې پېښه کې یوازې انتحاري حمله کوونکی وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې تر اوسه د انتحاري حمله کوونکي هدف مشخص شوی نه دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته