پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاراوزابل کې وسله وال وژل شوي او نیول شوي
نیټه: Wed, 09 Aug 2017 11:15:56 +0000

 
 چارواکو په ننګرهار او زابل ولايتونو کې د پنځو وسله والو د وژل کېدو او د څلورو نورو د نيول کېدو خبر ورکړى دى.
بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي چې د يوه انسان تښتوونکي په ګډون پنځه وسله وال نيول شوي دي.
د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو د اچين، هسکه مېنې او نازيان ولسواليو په مربوطاتو کی د يو بهرني وګړي  په ګډون څلور وسله وال مخالفين نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه راز د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې يو انسان تښتوونکى نيول شوی دى.
سرچينې ويلي چې په نيول شوو کسانو کې د داعش یو بهرنى وسله وال غړى هم شامل دى.
بلخوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال  وويل چې تېره ورځ په شلمزو ولسوالۍ کې له ملي اردو ځواکونو سره په يوه نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
نوموړي دغه راز وويل چې په همدې ولسوالۍ کې دوه نور وسله وال د  خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته