پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سرپل کې د یرغمل شویو څخه ۲۳۵ تنه خوشې شوي
نیټه: Wed, 09 Aug 2017 11:58:03 +0000

د سرپل سیمه‌ ییز چارواکي د طالبانو له‌خوا د لسګونه یرغمل شویو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي، طالبانو د هغو لسګونه کورنیو له ډلې چې څو ورځې مخکې یې په میرزا اولنګ سیمه کې برمته کړې وې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۵ تنه خوشې کړي دي.
هغه زیاته کړه، د سیمې ډېر نور اوسېدونکي تر اوسه له طالبانو سره دي، خو دقیق شمېر یې ونه‌ښود.
په عین حال کې، دفاع وزارت د دې تر څنګ چې د سیمې د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي، وایي چې له ټولو امکاناتو کار اخلي چې ټول یرغمل شوي د طالبانو له منګولو وژغوري.
وسله‌ والو طالبانو د سرپل دا سیمه چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه‌ګان دي، څو ورځې مخکې ونیوله او ویل کېږې شااوخوا ۵۰ اوسېدونکي یې وژلي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته