پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مهمند: عطامحمد نور لسګونه ميليونه ډالر درغلي کړې
نیټه: Wed, 09 Aug 2017 12:24:58 +0000

د بلخ ولايتي شورا يو غړى ادعا کوي چې د بلخ د والي عطا محمد نور د پراخ فساد په اړه اسناد لري چې له امله يې د والي له لوري پر مرګ ګواښل شوى دى.
د بلخ ولايتي شورا مشر محمداصف مهمند نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د همدې ګواښونو په سبب له درېيو مياشتو راهيسې په کابل کې ژوند کوي او بلخ ته نه دى تللى.
نوموړي عطا محمد نور په بېلابېلو پروژو کې په ميليونونه ډالر درغليو تورن کړ او ويې ويل چې په دې اړه کافي اسناد لري، څو ثابته کړى چې والي د حيرتان بندر، ملکي روغتون او مزار شريف ښاروالۍ په اداري فساد کې ښکېل دى.
هغه زياته کړه چې نور سلګونه جريبه ځمکه غصب کړې او په دې ساحو کې يې نا قانونه لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړې دي.
هغه ادعا کوي چې نور د بلخ ولايت له څلورو دروازو د عوايدو ټولولو قراردادونه خپلو خپلوانو ته د کال په ٢١٠ ميليونه افغانۍ ورکړي دي
نوموړي وويل، دا په داسې حال کې ده چې ځيني شرکتونه او افراد حاضر دي، څو دغه قراردادونه په ٣٥٠ ميليونه افغانۍ واخلي.
مهمند له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دې ټولو مواردو د څېړنې په موخه يو پلاوى وګوماري.
هغه وويل، حاضر دى چې خپلې ټولې ادعاوې د اسنادو پر بنسټ ثابتې کړي.
د ولايتي شورا دغه غړي وويل: ((درې مياشتې کېږي چې کابل کې يم؛ ځکه د بلخ والي په مرګ ګواښلى يم، څو ورځې وروسته بلخ ته ځم، که ما او کورنۍ ته مې کومه ستونزه رامنځته شي او يا ترور شم، پړه يې د بلخ د والي پر غاړه ده، خلک او حکومت دې خبر وي.))
نوموړي په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل، خو ویې ويل چې د کشفي ارګانونو د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به په دې اړه له خلکو سره جزئيات شريک کړي.
 دبلخ ولايت وياند منير فرهاد په دې اړه له څه ويلو ډډه کړی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته