پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د بې پيلوټه هوايي بريد کې د ۳ قوماندانو په ګډون ٨ وسله وال وژل شوي
نیټه: Thu, 10 Aug 2017 10:08:47 +0000

 
 چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه  الوتکې  په هوايي بريد کې ٨ وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک نن پنجشنبه وويل، دا بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې داليشنګ ولسوالۍ د ماسمو په سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې بريد کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٨ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
ځواک وايي، په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو مهم قوماندانان شاه جهان او تازه ګل هم شامل دي.
د والي وياند وويل، دغه ډله وسله وال له يوې سيمې څخه بلې ته روان و چې د بهرنيو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل.
د هغه په وينا، قوماندان شاه جهان  د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکى و او په ډېرو ورانکاريو کې يې لاس درلود.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته