پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې په دوو موټرو کې بار چاودېدونکي توکي ونيول شول
نیټه: Thu, 10 Aug 2017 11:36:22 +0000

 
 په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د ۳۰۱ لوا منسوبينو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې په دوو کرولا موټرو کې بار چاودېدونکي توکي له څلورو کسانو سره یوځای نيولي دي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د ۳۰۱ لوا منسوبينو ياد چاودېدونکي توکي او نيول شوي کسان د زمري په ۱۹مه د دغې لوا په مقر کې خبريالانو ته وښودل.
د دغې لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل خبريالانو ته وويل، د ننګرهار ولايت اړوند په مومندرې ولسوالۍ کې د دغې لوا د شپږم کنډک منسوبينو د يو کشفي راپور پر بنسټ په دوو کرولا موټرو کې بار چاودېدونکي توکي نيولي دي.
هغه زياته کړه، په نيول شويو چاودېدونکو توکو کې ۹۰۰۰ چاودېدونکې پټاقۍ او ۳۵۰۰ متره ثانيه سوځ لينونه شامل دي، چې په ماينونو او ځانمرګو بريدونو کې تري کار اخیستل کیږي.
هغه وویل نيول شوي کسان، چاودېدونکي توکي او موټر به د ننګرهار قوماندانۍ ته د لا نورو پلټنو په موخه واستول شي.
د يادولو ده چې څه موده وړاندې هم يادې لوا په يو بل اقدام کې د امونيم نايتريت په نوم هغه سره نيولې وه چې په چاودېدونکو توکو کې ترې کار اخېستل کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته