پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

انګلیستاني د ۵ زرو مترو واټن ځغاسته وبایلله
نیټه: Mon, 14 Aug 2017 09:42:18 +0000

 

د انګلیستان په کوربتوب د لندن په نړیوالو ځغاستو سیالیو کې د محمد فراه مخه ښه هغه وخت بې خونده شوه، چې کله یې د ۵ زرو مترو واټن ځغاسته کې ماتې وخوړه.
محمد فراه څو ورځې مخکې په همدې سیالیو کې د ۱۰ زرو مترو واټن کې د سرو زرو مډال ګټلو وروسته دغه ۵ زرو مترو واټن کې لومړی مقام او د سرو زرو مډال ایتیوپیایي لوبغاړي ۲۳ کلن مختار ادریس ته وبایله او په دې سره یې د ۵ ځل له‌ پاره په دې واټن کې د سرو زرو مډال ترلاسه نه‌ کړای شو.
اوسمهال ۳۴ کلن محمد فراه په المپیک سیالیو کې د ۴ زرو سرو او دغه راز ټولټال ۱۰ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره په اوږده واټن کې د ځغاستې مشهور لوبغاړی شمېرل کېږي، چې ښایي د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه نېټه د وروستي ځل له‌پاره د سویس په زیوریڅ ځغاستو سیالیو کې ولوبیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته