پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

راشد خان په سي‌ پي ال کې غوره لوبغاړی شو
نیټه: Mon, 14 Aug 2017 09:55:14 +0000

افغان لوبغاړی راشد خان د یکشنبې په ورځ‌  د کارابین کرکټ لیګ سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
دا لومړی ځل و چې راشد خان د سي پي ال په لوبو کې دوه لوبغاړي وسوځول
. په دغې لوبې کې سنټ لوشیا د راشد خان لوبډلې امازان واریرز ته په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.
امازان واریرز دغه هدف په وروستي اور کې پوره کړ او په لومړي ځل یې د سي پي ال په سیالیو کې لوبه وګټله. راشد خان ځکه د لوبې غوره لوبغاړی شو چې په څلورو اورونو کې یې یوازې نهه منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.
دا تر دې دمه د سي پي‌ ال په سیالیو کې تر ټولو کمې منډې دې چې یو توپ‌ اچونکی یې په څلورو اورونو کې ورکوي.
دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د کارابین کرکټ لیګ سیالیو کې لوبیږي. محمد نبي‌ او راشد خان تر دې مخکې د هند او بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم لوبېدلي‌ دي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته