پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بیلابیلوموسسودپوهنې وزارت سره نږدې ٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وشوه
نیټه: Tue, 15 Aug 2017 13:32:07 +0000

 
بېلابېلو موسسو د افغانستان د پوهنې له وزارت سره نږدې ٧ ميليون امريکايي ډالره مرسته وکړه چې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه به په نهو ولايتونو کې ولګول شي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ٤.٧ ميليونه امریکايي ډالر، اینټرساس نړيوالې موسسې ٧٢٣زره امریکايي ډالر، له ماشومانو څخه د ملاتړ نړيوالې موسسې ٥٥٠زره امریکايي ډالر، د افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د انساني مرستو موسسې (حاکا) ٢٦٩زره ډالر، زوا بهرنۍ موسسې ٢٦٥زره ډالر، د جاپان د یونیسکو ملي فدراسیون ٢٣٦زره ډالر، "اسایش جهاني" موسسې ١٦٧زره ډالر او د ستاره عرفان په نوم کورنۍ موسسې ١.٤ ميليونه افغانۍ (څه باندې شل زره امريکايي ډالر) او کاناډايي اسلاميک ریلیف موسسې ١.٢ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د دې مرستې او يادو پروژو د پلي کېدو تړونونه نن د پوهنې وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي او د یادو مؤسسو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسليک شول.
د پوهنې وزير وويل چې يادې موسسې به په دغو پيسو په کندهار، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې په بېړنیو حالاتو کې تازه راستانه شوو ۴۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي او په راتلونکو دوو کلونو کې به په بلخ او باميانو ولايتونو کې دوه زره مېرمنو ته د سواد زده کړو لپاره ۲۴ درسي خونې جوړې کړي.
د ده د معلوماتو له مخې، د مرستې پر يادو پيسو به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ننګرهار ولایت په پنځو ښوونځيو کې ١٥ درسي خونې او لس تشنابونه او د کابل او کندهار په ولایتونو کې به ٩٦ ټولګي جوړ شي.
د پوهنې سرپرست وزير وايي چې يادې موسسې به په مرسته شوو پيسو په لوګر ولايت کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ بيا ورغوي او په پروان، کابل او باميانو کې به زرو تنو ته د سواد او مسلکي زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.
هغه زياته کړه چې د مرستندویه موسسو مرستې یې ځکه یادو ولایتونو ته ځانګړې کړې چې يا جګړو ډېر ځپلي او يا يې ډېر وګړي له زده کړو محروم پاتې دي.
د پوهنې په برخه کې يادې مرستې په داسې حال کې دي چې افغانستان کې د شته شاوخوا ١٧زره ښوونځيو نږدې ٥٠ سلنه د خپلو ودانيو د نه لرلو له امله په کرايي خونو او يا هم خېمو کې فعاليت کوي.
دغه راز د پوهنې وزارت د روان کال په غويي مياشت کې وويل چې د نا امنيو له امله درې نيم ميليونه ماشومان له زده کړو پاتې دي او دولت بايد د نړيوالو په مرسته دغو ماشومانو ته د زده کړو برابرولو لپاره هڅې وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته