پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سره رودولسوالۍ کې ماشومان په پټیوکې ګرونیول کیږي
نیټه: Tue, 15 Aug 2017 14:02:24 +0000

 

د ننګرهار په سره رودوالسوالی کې کوچنې ماشومان دهغوې دمجبوریت له امله دیته اړایستل کېږې چې ځانونه په بټیو کې داوږدمهال له پاره ګرو کړي.
دغه ماشومان داسې درانه  کارونه ترسره کوي چې دهغوې له توانه اوچت وي  اودغه کارونه چې ډیری یې دخښتو په بټیوکې ترسره کیږې دګڼو ماشومانو ژوند یې له ستر ګواښ سره مخ کړی دی .
فتح الله یودولس کلن ماشوم دی چې له تیرو اتوکالو راهیسي دخښتو په بټۍ په شل زرو پاکستانیو کلدارو ګرو دی، نوموړی اړدی ترڅو پوری یې چې دګروۍ پیسی نه وي پوره کړي دلته به درانه اوملاماتوونکې کارونه ترسره کوي.  
فتح الله چې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د خښتو په یوې بټۍ کې کار کوي د خپل کار لامل د پلار نه شتون راته په ګوته کوي .
دی په خښتو بټۍ کې د ماشومانو شاقه کارونه د مستۍ نه بلکې د مجبوریت له مخې ګڼې او له مالکانو ګیله لري چې د ګرو معامله دې نوره په بټيو کې لمنځه یوسي.
هغه وایي که د بټۍ له  مالک سره کار ونکړو نو ګواښ کوي چې له کوره اوځۍ او ګروي مو پرې کړۍ.
یواځې فتح الله ندی چې د خښتو د بټیو له مالکانو سره ګرو دی بلکې نورماشومان هم  له کلونو کلونو راهیسې پدې بټیو کې ګرو شوي .
دلته د سره رود ولسوالۍ ملکان سره راټول شوي وو او پدې ولسوالۍ کې یې لویه ستونزه په ماشومانود شاقه کارونو ترسره کول په ګوته کړه، یاد مشران ددولت په ګډون  د بشرد حقونو له  خپلواک کمیسیون څخه ګیله لرې چې د یادې ستونزې په مخنیوې کې  پاتی راغلي دي .
ملکانو شرق راډیو تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې دبیلابیلو ادارو له لوري په وار وار سروې شوي خو یاد ماشومان یې په یوه قطی بیسکټو غولولي دي .
قومې مشرانو خبرداری ورکړ که د ننګرهار ولایتي اداره د سره رود ولسوالۍ د ولسونو ستونزو  اواري لپاره عملي اقدامات ونکړي نو له خطرناک غبرګون سره به مخامخ شي .
بل لورته په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسون وایي اوسمهال د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې د دریو زرو په شاوخوا کې ماشومان په درنو کارونو بوخت دي .
دغه کمیسیون  د خښتو په بټیو کې د ماشومانو د ګرو مسله تاییدوي او وایي چې د پخوا په پرتله دغه  کچه تر یو حده را ټیټه شوې ده .
همدا راز د ننګرهار ولایتي اداره په سره رود ولسوالۍ کې ستونزې تر یو بریده مني خو تاکید کوي او وایي چې کامه بهسود او سره رود هغه ولسوالۍ دي چې تر نورو ولسوالیو ورته پاملرنه زیاته شوې ده .
یاده اداره وایي چې د سره رود ولسوالۍ د ولسونو ستونزې یې له مرکزي حکومت سره شریکې کړي خو لا هم دغې ولسوالۍ کې لا نورو کارونو ته اړتیا لیدل کیږي .
د بشرحقونو نقض په برخه کې یواځینۍ ستونزه نده چې دلته د سره رود ولسوالۍ ولسونه ترې کړیږې  بلکې دوۍ د ځوانانو دزد کړې  ، صحت ، بریښنا او زراعت ، په برخو کې هم له ګڼو ستونزو شکایت لري .اوله دولت نه غوښتنه لري چې دحل په موخه یې لازم اقدامات وکړي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته