پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د بدن د ښکلا د سیالیو دولسم پړوا په کابل کې پیل شو
نیټه: Wed, 16 Aug 2017 13:40:04 +0000

 

د بدن د ښکلا د سیالیو دولسم پړوا پرون سې شنبه په کابل کې پیل شو او نن به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ په ۲۱ کټګوریو کې پیل شوې چې په کې له ۲۷ ولایتونو څخه ۳۲۱ لوبغاړو ګډون کړی دی . دغه سیالۍ د بدن د ښکلا، اتلتیک او د فتنس په برخه کې تر سره کېږي. سبا د چهار شنبې په ورځ د بدن د ښکلو د دغو سیالیو په پایلوبه کې، د بدن ښکلا اتل په ګوته کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په نېږدې ورځو کې، د دغې برخې یو شمېر لوبغاړي د جنوبي کوریا د اسیا د سیول لوبو په ۵۱ پړوا لوبو کې، ګدون کوي>

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته