پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اوسین بولټ د «مانچسټر یونایټېډ» کلب له‌پاره د لوبېدو ارمان پوره کوي.
نیټه: Wed, 16 Aug 2017 13:43:52 +0000

ویل کېږي، چې د ځغاستې له نړۍ سره مخه ښه‌‌کوونکی اوسین بولټ به اوس د فوټبال د مشهور کلب مانچسټریونایټېډ په ګټه د لوبېدو ارمان هم پوره کړي.

ټاکل شوې‌ده، نوموړی به راتلونکې سبټمبر میاشت کې د انګلستان د مخکښ فوټبال کلب مانچسټریونایټېډ په ګټه په سور لباس کې د اسپانيې له مشهور کلب بارسلونا خلاف د لوبې ډګر ته را ووځي. د مانچسټر یونایټېډ کلب خیریه ټولنې د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د مانچسټریونایټېډ او بارسلونا کلپونو د پخوانیو لوبغاړیو ترمنځ دا سیالۍ به د سبټمبر پر ۲مه نېټه د انګلستان په «اولډ ټریفیډ» لوبغالي کې وشي، چې موخه به یې د مانچسټریونایټېډ ټولنې له‌پاره د مرستو راټولول وي. د ځغاستې نړۍ چټک او له المپیک سیالیو ۸ ځلې د سرو زرو مډال ګټونکي لوبغاړي اوسین بولټ چې روانه اوونۍ د انګلستان په لندن ځغاستو سیالیو کې د وروستي ځل له‌پاره ولوبېد؛ د ۵۰ مترو ځغاستې وروسته ټپي شو او د بارسلونا د پخوانیو لوبغاړیو پر خلاف سیالۍ کې لوبېدل به یې روغتیا پورې تړلې وي. د مانچسټر یونایټېډ خیریه ټولنې له‌پاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کې ریال ماډریډ او الماني کلب بایرن مونیخ هم د مرستو ټولنې سیالۍ کړې‌وې، چې دې خیریه ټولنې له‌پاره په‌کې ۱،۸میلیونه پونډه راټول شوي‌وو

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته