پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان سوداګر د پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې جدي ستونزې لري
نیټه: Tue, 22 Aug 2017 11:09:49 +0000

د افغان خبریالانو یوه پلاوي د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي چې سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي او افغان محصلینو ته دې تحصیلي سکالرشیفونه زیات کړي.

افغان خبریالانو په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستیالې تسنیم اسلم سره ځانګړې ناسته کې وویل چې افغان سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې جدي ستونزې لري.
د افغان خبريالانو ياد پلاوى د پاکستان د حکومت په بلنه دوه ورځې مخکې (د زمري ٢٩مه) اسلام اباد ته تللى دى.
د افغان پلاوي غړي او اقتصادي کارپوه وحیدالله غازي خېل وويل چې د افغانستان سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي او په هر ډول حالاتو کې دې په عادي ډول دوام ولري.
غازې خېل زياته کړه، پاکستان د افغانستان تر ټولو نږدې ګاونډی دی چې د افغان صادراتو او سوداګرۍ د راکړې ورکړې لپاره اسانه لار کڼل کېږي، له بده مرغه چې ناسم سیاست او بې ثباتي پر اقتصادي او تجارتي معاملاتو باندې منفي اغېز کوي.
د دې ناستې پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تسنیم اسلم وویل، خراب امنیتي وضعیت کله کله د دې لامل کېږي چې اقتصاد او سوداګرۍ ته زیان ورسوي.
خو غازي خېل بيا وويل چې پاکستان له خپل بل ګاونډي هند سره هم ورته سیاسي ستونزې لري، خو هېڅکله يې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد دومره منفي اغېز نه دی کړى.
افغان سوداګر زياتره وخت شکایت کوي چې د افغانستان د تازه مېوو په موسم کې پاکستان کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي چې دا چاره د مېوو د خرابۍ او په وخت نه رسېدو لامل ګرځي.
افغان پلاوي د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه همدارنګه وغوښتل چې افغان زده کوونکو ته دې د تحصيلي سکالرشیفونو د زیاتولو تر څنګ، هغوی په داسې تحصیلي څانګو کې هم جذب کړي چې په افغانستان کې يې د کار مارکېټ زیات وي.
د یادونې ده، پاکستان تر اوسه پورې زرګونه افغان محصلینو ته بېلابېل سکالرشیفونه ورکړي چې دا مهال د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.
د روان میلادي کال لپاره د پاکستان د تحصیلي سکالرشیفونو شمېر شاوخوا شپږ سوه و چې د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه محصلينو ته په کې دې زده کړې چانس وو او تېره میاشت يې په کابل کې ازموینه واخیستل شوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته