پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عثماني: په کونړ سیند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې
نیټه: Tue, 22 Aug 2017 13:20:12 +0000


 
د اوبو او برېښنا وزارت مسؤلين وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړېدو سروې ترسره شوې او اوس پر تفصيلي ډيزاین کار روان دی.
دا څرکندونې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د سې شنبې په ورځ په جلال‌اباد کې د برېښنا شبکې د غځونې په غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل چې د کونړ پر سيند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې او د تفصيلي ډيزاین چارې يې یوې چينايي کمپنۍ ته سپارلي چې د شپږو میاشتو په موده کې به‌يې دوی ته وسپاري.
ښاغلي عثماني زیاته کړه:
"موږ له هېواده بهر په استانه کې له یوه چينايي شرکت سره قرارداد وکړ، هغوی د شپږو میاشتو په موده کې خپله څېړنه بشپړوي بیا زموږ د وزارت تائيد ترلاسه کوي او له هغې وروسته د نهايي کېدو په خاطر بيا د هېواد اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کېږي."
همدارنګه نوموړي وويل، سږ کال د ننګرهار لپاره لويې پروژې په نظر کې لري چې په عملي کېدو سره به ‌یې د دې ولایت ستونزې تر یوه حده اوارې شي.
په دې پروژو کې د حصارشاهي صنعتي پارک لپاره د لمریزې برېښنا جوړېدل او د درونټې بند د ترمیم چارې شاملې دي.
‎بلخوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ابو او برېښنا ریاست نه مننه وکړه چې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یې د برېښنا د شبکې په غځېدو سره چې ۱۹ ټرانسفرمره کېږي د دې خلکو ستونزې اوارې کړې.
د ننګرهار د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې پروژې په بشپړېدو سره به څلور زره کورنیو ته د نغلو برېښنا مزي وغځېږي.
د کتونکو په اند لا هم د جلال‌اباد ښار د برېښنا ستونزه نه‎ده اواره شوې او اوس‌مهال په دې ښار کې په ۲۴ ساعتونو کې له څلورو تر اته ساعتونو برېښنا نه‌وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته