پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان او نورستان کې رغنیزې چارې پيل شوې
نیټه: Mon, 28 Aug 2017 13:25:15 +0000

 
په لغمان او نورستان ولايتونو کې د نږدې ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
په يادو پروژو کې د لغمان مرکز مهترلام ښار د يو اساسي روغتيايي مرکز او د نورستان د احصايې امريت لپاره د ودانيو جوړول شامل دي.
د لغمان ولايت مقام د رسنيو له دفترهپه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکز مهترلام اړوند د بابا صاحب په سیمه کې د اساسي روغتیايي مرکز د تعمیر جوړولو چارې پيل شوې.
دغه تعمیر چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي چې پر لسو معیاري خونو سربېره به د ساتونکو او جنراتور د ساتلو ځانګړې خونې، د څښاک اوبو څاه، احاطوي دېوال او نور ضروري ملحقات ولري.
په لسو معیاري خونو کې د فارمسي، د دوا ساتلو، واکسین، د زېږون، د زېږون لپاره د انتظار، د تعقیم، د ناروغانو د کتنځي، د راجستر، اداري او دغه راز د ډاکترانو د استوګنې خونې شاملې دي.
د یاد تعمیر د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه اساسي روغتیايي مرکز لپاره د تعمیر جوړېدل یوه ستره اړتیا په ګوته کړه او زیاته یې کړه په دغه ځای کې به نه یوازې دا چې ډاکترانو ته د خدمت کولو په خاطر یو مناسب چاپېریال برابر شي، بلکې د سیمې په سلګونه اوسېدونکو او د دې تر څنګ پر دغه لاره بادپښ ولسوالۍ ته د تګ راتګ پر مهال د مسافرو لپاره د ښو او رغنده روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به هم لازمه اسانتیا رامنځته شوې وي.
په همدې حال کې د نورستان ولايت د احصايې امريت لپاره ۷،۹ ميليونو افغانيو په لګښت د نوې ودانۍ رغولو چارې پيل شوې.
د نورستان د رسنيو دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ودانۍ به د شپږو مياشتو په موده کې په یو جريب ځمکه کې جوړ شي چې شپږ اداري خونې، چهار دېوالي او نور د اړتيا وړ وسايل يې هم په پام کې نيول شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دې ودانۍ د چارو د پیل په مراسمو کې وويل چې د ودانۍ په بشپړېدو سره به د يادې ادارې هغه ستونزې چې د ودانۍ په برخه کې یې لري، ختمې شي او د کارکوونکو لپاره به د کاري چاپېریال ساحه پراخه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته