پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مجتبی له راشد خان سره تر خبرو ورسته ټول دردونه هېر کړي
نیټه: Thu, 31 Aug 2017 12:39:14 +0000

 

راشد خان وايی چې د مجتبی کیسه یې واورېدله حیران شو
کله چې مجتبی د زړه له عملیاتو وروسته په روغتون کې سترګې پرانیستلې نو لمړی یې د راشدخان نوم واخیست.
د ايټالیا د میلان په ښار کې ډاکټرانو له څو ساعتونو وروسته د اته کلن افغان ماشوم مجتبی د زړه عملیات وکړل. له عملیاتو څو ساعته وروسته مجتبی په هوښ راغی او د مور او پلار په وینا یې اوله خبره چې وکړه د "راشد خان" نوم یې واخیست.
دغه افغان ماشوم له کلونو کلونو د زړه رنځ ګالي، د مجتبی پلار ایشان وايي د راشد خبره او مینه چې څومره د مجتبی درد دوا کوي، د اروپا درمل یې نشي کولی.
د مجتبی پلار وايي هغه چې له عملیاتو وروسته په هوش راغی، اول یې د راشد خان نوم واخیست
هغه وايي دوی هک حیران وو چې څه وکړي او راشد خان څنګه پیدا کړي؟ خو له ډېرو هلو ځلو او تماسونو وروسته یو دوست یې په کاناډا کې د راشد خان د اړیکو شمېره پیدا کړه.
د مجتبی پلار وايي له راشد خان سره تر خبرو کولو مخکې مجتبی ډېر دردونه لرل او رنځېده، خو "همدا چې له راشد خان سره یې خبرې وکړې، ټول دردونه یې هېر شول، اوس هېڅ شکایت نکوي، ارام او خوشحال وي".
راشد خان وايي کله یې چې د دغه ماشوم د "مینې کیسه واورېدله، بیخي حیران شوو.هغه وایی زما په خبرو چې زما د یو هېوادوال درد کمیږي او په شونډو یې مسکا خپریږي، نو ولې به یې نه کوم.هغه وایی زه  هره ورځ د مجتبی پوښتنه کوم 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته